د میدانوردګ والي قاري بختیار معاذ وايي، یاد ولایت ځوانانو ته پهکار ده چې د ا.ا له لوري د لیکلوست لپاره رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو زدهکړو به بېلابېلو برخو کې دوام ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د میدانوردګ له تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکز څخه د ۱۶۶ زدهکړیالانو فراغتغونډه کې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، هغه ځوانان چې سږ کال یا هم تېر کال له بیلابیلو پوهنتونونو او مسلکي زده کړو څخه فارغ شوې ولایتي اداره هڅه کوي په بیلابیلو برخو کې ورته د کارکولو زمینه برابره کړي.
معاذ وویل، په ځوانانو غږ وکړ چې د هیواد د پرمختګ لپاره په هره برخه کې چې شته نظام سره کار وکړي.
بلخوا د چارو ادارې لوی رئیس مولوي انورالحق نوري وویل، ا.ا د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې په بیلابیلو برخو کې د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، ځوانان د هیواد لپاره لویه سرمایه ده او مونږ هڅه کوو چې دغه ځوانان په ټولو علمي مرکزونو کې په داسې فکر سره وروزو چې سباه ورځ د هیواد لپاره په رښتني معنی خدمت وکړي.
د میدان وردګ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکز څخه تازه فارغ شوي زده کړیالان وایي، چې حکومت ته پکار ده چې په دغه ولایت کې ورته د کارکولو زمینه برابره کړي.