Asset 1SWN

جاپان لوګر کې په ۹ میلیونه افغانیو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړه

44c4e41c-1a97-4fbb-9fe1-f1d6050b4b77

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې دغه ودانۍ د محمداغې ولسوالي د «صالح محمد» د هلکانو او نجونو منځني ښوونځي ته د چاپان په مالي لګښت جوړه او نن «یکشنبه، غبرګولي ۱۱مه» ګټې‌اخېستنې ته سپارل شوې ده.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، دغه ودانۍ چې د جاپان له لوري د شاوخوا اته میلیونه افغانیو په مالي لګښت پر یو جریب ځمکه جوړه شوې، شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، یوه تحویلخانه، د اوبو څاه، د لمریزې برښنا او اوبو منظم سیستمونه، د لاس مینځلو ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ او ۶ غرفې تشنابونه لري.

نوموړي زیاته کړه، صالح محمد د هلکانو او نجونو دغه ښوونځی ۱۵ کاله مخکې د پوهنې وزارت له‌خوا د لوګر د پوهنې ریاست په چوکاټ کې فعال شوی و.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د نوموړي په وینا، نوې جوړه شوې ودانۍ یې په یوه وخت کې د ۳۵۰ زده‌کوونکو د ځایولو وړتیا لري او په جوړېدو سره یې د شته ۷۰۰ زده‌کوونکو د سرپناه ستونزه هواره حل شوه او هم ورته د زده‌کړو لازم ښوونیز چاپېریال برابر شو.

د محمداغې ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د جاپان له لوري د صالح محمد د هلکانو او نجونو ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.

خو دوی ټینګار کوي چې د یادې ولسوالي په لروپرتو سیمو کې اوس هم ډېری ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې له پراخو ستونزو سره سره په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام