د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د ولایت په کچه د ۱۵ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال «خزان جام» سیالي پای ته ورسېدې.
د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجینیر مزمل نعیمزي، سلاموطندار راډیو ته وویل، دغه سیالي د لوګر د والیبال فدراسیون له لوري د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ تنظیم شوې وې چې نږدې یوه نیمه میاشت یې دوام وکړ.
نوموړي زیاته کړه، د سیالیو وروستۍ لوبه د اتحاد ګرمابې او د ځوانان شیخان لوبډلو ترمنځ وشوه چې پهکې د اتحاد ګرمابې لوبډلې د ۳–۰ په پایلې سره بریا خپله کړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه همدارنګه وویل چې د پایلوبې په مراسمو کې د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت له لوري اتل ټیم ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همدلي پیاوړتیا، د ورزشي روحیې وده او په ځانګړي ډول د څرخ ولسوالي کې د والیبال ورزش پراختیا بلل کېږي.