د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي چې ترکیه کې د اسلامي امارت او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې پای ته رسېدلې دي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت او پاکستان مرکچي پلاویو د خبرو په دې پړاو کې پر پاتیو موضوعاتو هوکړه کړې ده.
مجاهد نن جمعه سهار (لړم، نهمه) پر خپل ایکسپاڼې لیکلي چې دواړو لورو په دې ناسته کې هوکړه کړې، څو د پاتې موضوعاتو په اړه به خبرې اترې دوام ومومي.
هغه زیاته کړې: «د استانبول خبرې چې یو پېچلی بهیر یې درلود، په دې توافق سره پای ته ورسېدې چې دواړه خواوې به بېرته سره وویني او پاتې مسایل به په غور او بحث وڅېړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی چې افغانستان د ډیپلوماسۍ او تفاهم له لارې د اړیکو د پیاوړتیا پلوی دی او دغه خبرې یې له صداقت، حوصله او بشپړې همکارۍ سره تر دې پړاو رسولي دي.
مجاهد ویلي، اسلامي امارت د داسې اړیکو ژمنه لري چې پر متقابل درناوي، د یو بل د کورنیو چارو د نه مداخلې او د هېڅ لوري لپاره د نهګواښ پر بنسټ ولاړې وي.
یادونه ده چې د امارت اسلامي او پاکستاني استازو د روانې اوونۍ له شپږو ورځو راهیسې په استانبول کې د خبرو دویم پړاو پیل کړی و.