Asset 1SWN

اسراییل د اور په لمبو کې؛ لومړي وزیر د مرستې غوښتنه کړې

F250430OBH30_zyaltl

د اسراییلو په اورشلم «بیت‌المقدس» ښار شاوخوا ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله د هستوګنې ګڼ‌شمېر یمې تخلیه شوي او له پلازمېنې تل‌ابیب سره نښلېدونکې لویه لاره هم تړل شوې ده.

د یادې اورلګېدنې له کبله د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو بېړنی وضعیت اعلان کړی او له نورو هېوادونو یې، د اور مهار لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

نتن‌یاهو ویلي چې تر دې مهاله اېتالیا او کرواشیا د اور مهار لپاره د الوتکو لېږد ژمنه کړې. د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې له یونان، قبرس او بلغارستان څخه هم د مرستې غوښتنه شوې.

بل‌خوا د فرانسې لومړي وزیر اېمانوېل ماکرون هم پر اېکس‌ ټولنیزه شبکه اسراییلو کې د لګېدلي اور مهار لپاره د مرستې وړاندیز کړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په دې پېښه کې تراوسه د ۱۳ کسانو د ټپي‌کېدو پخلی شوی دی. اسراییلو د یادې اورلګېدنې لامل د تودوخې لوړه درجه او تند بادونه یاد کړي دي.

بل‌خوا د اسراییلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بن‌ګوېر بیا په قصدي توګه د یادې اورلګېدنې موضوع راپورته کړې. نوموړی ګومان لري چې دغه اورلګېدنه په قصدي توګه رامنځته شوې.

په ورته مهال پولیسو په شرقي بیت‌المقدس کې یو ۵۰کلن کس یوې کروندې ته د اوراچوونې په تور نیولی، خو تراوسه په رسمتي توګه نه‌دي ویل شوي چې ایا رامنځته شوی اور، د نیول شوی کس کار او که نه؟

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام