Asset 1SWN

لبنان کې د اسراییلو بریدونه؛ ۴۰ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي

OIP

د لبنان د پلازمېنې بېروت ښار په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بمباریو له امله ۴۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان دي.

بمبارۍ بېګاه شپه د بېروت د بېکا او ‌بال‌بېک اړوند سیمو کې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بل‌خوا د اسراییلو پوځ وايي چې یوازې بېکا ښار کې یې، پر شلو ځایونو بمبارۍ کړي دي. د اسراییلو پوځ پر خواله رسنیو خپرو کړیو معلوماتو کې ویلي چې د لبنان سوېل کې هم لسګونه مرکزونه په نښه کړي دي.

اسراییلو ادعا کړې چې د یادو بریدونو پرمهال د حزب‌الله ډلې ۶۰ غړي وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ همداراز زیاته کړې چې د لبنان سوېل او نورو سیمو کې د دوی پراخ عملیات روان دي او هغه ځایونه یې، له‌منځه وړي چې په وینا یې، له دې ځایونو پر اسراییلو توغندیز او ډرون بریدونه کېدل.

بل‌خوا چهارشنبه، نومبر شپږمه له لبنان پر اسراییلو ۱۲۰ توغندي توغول شوي دي. په دغه توغندیزونو بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونه په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غزې بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په لړ کې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام