د خبریالانو خوندیتوب کمېټه (CPJ) وايي چې پر غزې د اسراییلو برید له امله د وژل شویو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو شمېر ۴۰ ته رسېدلی دی.
دې کمېټې په خپل خپور کړي ورورستي راپور کې ویلي چې د اسراییلو د بریدونو راهیسې ۳۵ فلسطیني، څلور اسراییلي او یو لبنانی خبریال وژل شوې دي.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې شنبه د نومبر ۱۱مه په خپور کړي راپور کې همداراز ویلي چې دې موده کې اته خبریالان ټپیان شوي، درې لادرکه او ۱۳ نور خبریالان بیا نیول شوې دي.
د راپور له مخې، په وروستۍ پېښه کې ازاد خبریال او خبري عکاس احمدالقره د «نومبر په لسمه جمعه ورځ» د غزې تړانکې په خان یونس ښار کې د اسراییلو په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې پر خپل وېبسایټ د هغو خبریالانو نومونه هم خپاره کړي چې د د اسراییلو بریدونو کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه کمېټه سیمه کې د خبریالانو وضعیت له نږدې څاري او په وینا یې، د وژل شویو، ټپیانو او لادرکه شویو خبریالانو په اړه د نه تایید شویو راپورونو پر څېړنه بوخت دي.
له دې وړاندې اسراییلي چارواکو رویټرز ته ویلي و چې غزه کې د دوی او نورو خبریالانو د خوندیتوب تضمین نهشي کولای.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
پر غزې د اسراییلو برید له امله تراوسه ۱۱۰۷۰ فلسطیني وګړي وژل شوي، زرګونه ټپیان دي او څه باندې یو میلیون بیا له خپلو مېنو بېځایه شوې دي.