د فلسطین چارواکي وايي چې د اسراییلو مېشتځایونو یوشمېر اوسېدونکو د لوېدیځې غاړې په شمال کې د نابلُس ښار ته نږدې یو جومات ته اور اچولی او سپک کوونکي شعارونه یې پرې لیکلي دي.
دا پېښه د مسلمانانو د سپېڅلې میاشتې، رمضان، پرمهال رامنځته شوې او د فلسطینیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام تازه بېلګه بلل کېږي.
الجزیري خبري شبکې د فلسطین رسمي خبري اژانسWafa له قوله راپور ورکړی چې د ابوبکر الصدیق جومات چې د سرا او طال کلیو ترمنځ موقعیت لري، د برید هدف ګرځېدلی دی.
د لمونځ کوونکو له رسېدو سره سم د جومات په دروازه کې لوګی پورته کېده او د اور نښې ښکارېدې چې د ودانۍ ښکلی دروازه یې توره کړې وه. د پېښې جزییات د Associated Press لهخوا هم تایید شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي منیر رمضان الجزیرې ته ویلي: «کله چې مې دروازه خلاصه کړه، سخت حیران شوم. دلته اور بل و، ښیښې ماتې شوې وې او دروازه هم زیانمنه شوې وه.»
هغه زیاته کړه چې د امنیتي کامرو په ویډیو کې ښکاري، دوه کسان د پټرولو یا ګازولین له کانتینر او سپرې رنګ سره جومات ته نږدې کېږي او څو دقیقې وروسته تښتي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بریدګرو د جومات پر دېوالونو د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) پر وړاندې سپکاوی کوونکي شعارونه لیکلي او همدارنګه یې د «انتقام» او «بیه ټاګ» کلیمې کارولې دي؛ هغه اصطلاح چې عموماً د مېشتوځایونو د اوسېدونکو له لوري د فلسطینیانو پر ملکیتونو د غچ اخیستونکو بریدونو لپاره کارېږي.
د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳کال د اکتوبر راهیسې چې د غزې جګړه پیل شوې، په لوېدیځه غاړه کې لږترلږه ۱،۰۹۴ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو او مېشتو کسانو له لوري وژل شوي دي.
تېره اوونۍ، د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا UN Human Rights Council په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو تګلارې د امنیتي ځواکونو له لوري د زور سیستماتیک او ناقانونه کارونه او د فلسطینیانو د کورونو ناقانونه نړول د فلسطیني ټولنو د بېځایه کولو موخه لري.