Asset 1SWN

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د الجزیرې شبکې ۵ کارکوونکي وژل شوي

Anas-al-Sharif-1753472717

اسراییلي ځواکونو تېره شپه (یکشنبه، اسد ۱۹) غزه کې د خبریالانو په خیمه برید کړی چې د الجزیرې شبکې د خبریال انس الشریف په ګډون پنځه کارکوونکي یې وژل شوي.

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، قربانیانو کې دوه خبریالانو او درې انځور اخیستونکي شامل دي.

راپور کې ویل شوي چې د اسراییل پوځ یوه بیان کې د دې وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا کړې چې الشریف د حماس د یوې وسله‌والې څانګې مشري کوله، هغه ادعا چې الجزیرې رد کړې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د غزې د اطلاعاتو دفتر دغه برید غندلی او دا یې «قصدي او له مخکې پلان شوی» عمل بللی.

د راپورونو پر اساس، د هغو خبریالانو شمېر چې غزه کې د اسراییل بریدونو له پیل راهیسې وژل شوي ۲۳۷ ته رسېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام