Asset 1SWN

سوریه کې د اسراییلو برید؛ د حماس غړی وژل شوی

Israeli-air-strikes-on-the-city-of-Rafah-in-the-southern-Gaza-Strip-on-May-12-2021.-Photo-by-Abed-Rahim-Khatib

د اسراییلو پوځ ادعا کوي چې سوریه کې د هوايي برید پرمهال یې، د حماس ډلې یو لوړپوړی غړی وژلی دی.

د اسراییلو پوځ پر خپل ټلګرام یوه بیان کې ویلي چې دغه کس یې، د سوریې په سوېل په «مزرعه‌بین‌جین» سیمه کې په نښه کړی دی.

د بشرحقونو څار لپاره د سوریې یوه بنسټ بیا ویلي چې د اسراییلو په دې برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي. حماس تراوسه دوی پورې د تړلي یاد کس د وژنې په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

د یاد بنسټ د معلوماتو له مخې، اسراییلو روان کال راهیسې تر دې مهاله سوریه کې ۶۱ بریدونه کړي چې ۵۱ یې، هوايي او لس یې، ځمکني دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا روانه اوونۍ له سوریې پر اسراییلو دوه توغندي وتوغول شول چې مسوولیت دوو ډلو پر غاړه واخیست.

لومړۍ ډله چې د «شهید محمدضیف بریګیډز« په نوم یادېږي او یوه لږ پېژندل شوې ډله ده، د حماس د پوځي قوماندان په نوم نومول شوې چې تېرکال ووژل شو.

دویمه لږ پېژندل شوې ډله، «په سوریه کې د اسلامي مقاومت جبهه» ده چې څو میاشتې دمخه د سوریې سوېل څخه د اسراییلو پر وړاندې د اقدام غوښتنه هم کړې وه.

اسراییلو له دې توغندیز برید وروسته سوریه کې هوايي برید وکړ او په مستقیمه توګه یې، د یاد هېواد اوسنی ولسمشر احمدالشرع مسووله وباله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام