Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د نښتو پرمهال یو اسراییلی سرتېری وژل شوی

Israeli soldier killed

د اسراییلو پوځي چارواکو تایید کړې چې د غزې شمال کې د جګړې پرمهال یې، یو سرتېری وژل شوی دی. پوځ ویلي چې وژل شوی سرتېری ناتانېل بوزاګلو نومېږي او ۲۷ کلن و.

د پوځ د معلوماتو له مخې، بوزاګلو د غزې شمال کې د نښتو پرمهال وژل شوی. د اسراییلي پوځ له‌خوا د یوې نوې شمېرنې پر بنسټ، د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو سرتېرو شمېر اوس ۹۱۱ ته رسېدلی دی.

په دغه شمېر کې هغه سرتېري هم شامل دي چې د اکتوبر په اوومه د حماس ډلې په مشرۍ د بریدونو پرمهال ووژل شول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسراییلو پوځ د مرګ‌ژوبلې د تازه شمېرو خپرېدل په داسې حال کې دي چې جګړې لاهم په بېلابېلو سیمو کې دوام لري او دواړه لوري یو پر بل د سختو تلفاتو د اړولو دعوا کوي.

 په ځانګړي ډول شمالي غزه د جګړې یو له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي؛ چېرې چې نښتې ډېرې شدیدې شوې دي.

یادونه کېږي چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر اوومې راهیسې جګړې په زرګونو کسان وژلي او ټپي کړي دي. ملکي وګړي د تاوتریخوالي اصلي قربانیان بلل کېږي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د نړیوالو غوښتنې ورځ تر بلې ډېرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام