Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې یو اسراییلی سرتېری ټپي شوی

غزه کې اسراییلي سرتیرو ته مرګژوبله

د اسراییلو پوځ وايي چې د غزې په شمال کې یې یو احتیاطي افسر نن چهارشنبه، فبرورۍ څلورمه، د سهار له لوري د ډزو په یوه پېښه کې سخت ټپي شوی دی.

د پوځ په وینا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي سرتېري د نامعلومو وسله‌والو تر برید لاندې راغلي دي.

د پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې «احتیاطي افسر د ډزو له امله په جدي توګه ټپي شوی، روغتون ته لېږدول شوی او د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شوی دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلي پوځ د پېښې د کره ځای او د بریدګرو د هویت په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د وضعیت د څار او امنیتي عملیاتو بهیر دوام لري.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د اسراییل او فلسطیني مقاومت ډلو ترمنځ نښتې لاهم د غزې په بېلابېلو سیمو کې روانې دي او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره نړیوالو هڅو تراوسه کومه پایله نه‌ده ورکړې.

په وروستیو اونیو کې د غزې په شمال کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی او دواړو لورو ته د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام