د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، غزې ته د توکو په لېږد د اسراییلو بندیز په دلیل هلته د لوږې له امله لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان مړه شوي دي.
د غزې روغتيايي مسوولانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پولو د بیا پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.
الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې وروستي مورد کې یوه ماشومه د شنبې په ورځ د غزې ښار په لویدیځ کې رانتیسي روغتون کې د خوارځواکۍ له امله مړه شوې ده.
د یادونې وړ ده چې غزې ته د توکو په لېږد د اسراییلو بندیز څخه دوه میاشتې تیریږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلو ویلي، د محاصرې موخه دا ده، څو پر وسله والو فشار راوړل شي چې د فلسطین په خاوره کې نیول شوي یرغمل خوشې کړي.
د ملګرو ملتونو ادارو له اسراییلو غوښتي چې بندیزونه لرې کړي او ویلي یې دي چې د غزې خلک د بشري ناورین او د قحطۍ خبرداري سره مخ دي.
دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو کې لسګونه فلسطینیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.