د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو، له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي، پر ځینو حکومتونو تور پورې کړ چې د «حماس درواغجن تبلیغاتو» غولولي دي.
هغه وویل: «په زیاتېدونکې توګه یوشمېر حکومتونه د خپلو هېوادونو دننه د یهود ضد لاریونونو تر فشار لاندې راغلي او له اسرائیله یې شا اړولې ده. هغوی له موږ وغوښتل چې د حماس غوښتنو ته تسلیم شو، له غزې ژر ووځو او جګړه پای ته ورسوو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نتنیاهو زیاته کړه: «هغوی غوښتل جګړه پای ته ورسېږي، پرته له دې چې د حماس د بېوسلېکېدو یا د غزې د غیرنظامي کېدو ژمنه وکړي.»
نوموړي دغه څرګندونې نن دوشنبه، اکتوبر ۳۱مه د اسراییلو پارلمان کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې کړې دي.