Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو لومړی وزیر: د فلسطین رسمیت‌پېژندل ځان‌وژنه ده او جکړه نه‌دروو

نتنیاهو

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنياهو ملګروملتونو ته په خپله وینا کې ټینګار وکړ چې اسراییل به همدا اوس او تر هغه چې نيول شوي کسان بېرته راستانه نه‌شي، غزه کې خپل پوځي عملیاتو ته زور ورکړي.

هغه وویل: «موږ باید خپل ماموریت په غزه کې سر ته ورسوو.» نتنياهو څرګنده کړه چې جګړه هغه وخت ختمېږي چې حماس تسلیم شي او ټول برمته شوي کسان ازاد کړل شي.

هغه همدارنګه له هغو هېوادونو سره سخت مخالفت څرګند کړ چې د فلسطین دولت د پېژندلو ملاتړ کوي او دا چاره یې د اسراییل لپاره «د ځان‌وژنې» سره برابره وبلله.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نتنياهو په خپله وینا کې ویلي چې حماس لاهم په غزه کې حضور لري او د هغه په وینا، «موږ هڅه کوو د حماس پاتې عناصر له‌منځه یوسو.»

د نوموړي د وینا پرمهال د ګڼو هېوادونو استازیو د غونډې تالار پرېښود او پر نوموړي یې نیوکې او اعتراض هم وکړ. نتنياهو ژمنه وکړه چې د برمته شویو د راستنېدو او د حماس د ځواک له‌منځه وړو لپاره به تر وروستي بریده خپلې هڅې روانې وساتي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام