د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د «فاکس نیوز» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د ایران د نږدې ۴۰۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو د ساتلو ځای څخه خبر دی او دغه معلومات یې د امریکا متحدو ایالتونو سره شریک کړي دي.
د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس د راپور له مخې، ایران د دوبي په لومړیو کې له ۴۰۰ کیلوګرامه ډېر یورانیم د نږدې ۶۰سلنې په کچه درلودل.
دغه اژانس ټینګار کړی چې د اټومي وسلو جوړولو لپاره باید غني شوي یورانیم له ۹۰سلنې څخه پورته وي. تهران بیا هر ډول هڅې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره رد کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کله چې له نتنیاهو څخه د ایران د یورانیمو د زېرمو د ممکنه مصادرې په اړه پوښتنه وشوه، هغه څرګند ځواب ورنهکړ، خو یوازې یې ټینګار وکړ چې «پر ایران باید ډیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه دوام وکړي، څو په ښکاره وښودل شي چې موږ به د ایران د اټومي بم جوړولو هڅې بیا پیل ته اجازه ورنهکړو.»
له هغه وروسته چې امریکا او اسراییلو د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی و چې دا یورانیمي زېرمې خاورو لاندې شوي او تهران ورته لاسرسی نهلري.