Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو لومړي وزیر د ټرمپ په غوښتنه غزه کې عملیات درولي

ټرمپ نتنیاهو

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نن (شنبه، اکتوبر څلورمه) پوځ ته امر کړی چې د غزې ښار د اشغال عملیات ودروي. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

د اسراییلي پوځ راډیو راپور ورکړی چې سیاسي مشرتابه پوځ ته لارښوونه کړې، څو په غزه کې د یرغل عملیات راکم کړي.

په همدې حال کې د امریکا د «اکسیوس» ویب‌سایټ لیکلي، د اسرائیل پوځ به یوازې په «دفاعي عملیاتو» بسنه وکړي او د غزې ښار د اشغال هڅې به ودروي.

د نتانیاهو د دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «اسرائیل د پلان د لومړۍ مرحلې د عملي‌کېدو او د ټولو بنديانو د خوشې کولو لپاره چمتو دی. موږ د امریکا ولسمشر او د هغه له ټیم سره په بشپړ ډول کار کوو، څو جګړه د هغو اصولو پربنسټ ختمه شي چې د اسراییل له لیدلوري سره سمون لري او د ولسمشر ټرمپ له نظر سره همغږي لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یاده پرېکړه وروسته له هغې اعلان شوې چې «حماس» د ټرمپ پر وړاندې د شوې طرحې له مخې، د ټولو بنديانو پر خوشې کولو او د غزې د اداره کولو واک د یوه «خپلواکه» بنسټ په واک کې ورکولو هوکړه وکړه.

د جمعې ماښام ولسمشر ټرمپ له اسراییلو وغوښتل چې د غزې بمبار بند کړي. حماس په ځواب کې د اسراییل د بمبارۍ د درولو غوښتنه «هیله‌منونکې» وبلله او ټینګار یې وکړ چې چمتو دی د بندیانو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو خبرې پیل کړي.

حماس ویلي، د تړون نورې مادې چې د «غزې د راتلونکي» په اړه دي، باید د مذاکراتو له لارې روښانه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام