د اسراییلو د ښياړخ ملي امنیت وزیر، اتمر بینګوېر د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس په اړه د بیت المقدس د ورځې په جنجالي لاریون کې ګډون کوونکو ته وینا وکړه.
د اسراییلو د غزې په تړانګه کې د جګړې په اړه بینګوېر وویل: «دا بریا باید نوره هم پراخه شي. موږ به غزې ته ننوځو او بریالي به شو.»
بېن ګوېر دا هم وویل چې هغه د اسراییلو له لوري د غزې تړانګې ته د خوراکي توکو د بشپړ بندیز د لرېکولو په اړه خپل اعتراض څرګند کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي ویلي: «زه لومړي وزیر ته وایم! ګرانه لومړی وزیر: موږ باید دوی ته بشري مرستې ورنهکړو. موږ باید دوی ته سوند توکي ورنهکړو؛ زموږ دښمنان یوازې پر سر د یوې مرمۍ مستحق دي!»
د اسراییلو د ښياړخ ملي امنیت وزیر، اتمر بینګوېر له دې وړاندې هم د غزې د اوسېدونکو پر وړاندې له کرکې ډکې څرګندونې کړي او د خپلو څرګندونو له کبله په وار وار له نیوکو سره هم مخ شوی دی.