د اسراییل دفاع وزارت وايي چې تېره شپه یې ۲۰ جنګي جېټ الوتکو یمن کې د حوثي وسلهوالو پر اهدافو بریدونه کړي.
اسراییلي رسنیو نن (دوشنبه، سرطان ۱۶) راپور کړی چې په نښه شویو هدفونو کې د حدیده، راس عیسی او الصلیف بندرونه او د راس خطیب د برښنا سټیشن شامل دی چې له ۵۰ زیات بمونه یې پرې غورځولي.
تراوسه دغو بریدونو کې د اوښتي ځاني او مالي زیان په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي.
ویل کیږي چې دغه درې بندرونه او د برېښنا سټېشن د حوثیانو اړوند دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یمن کې د حوثي وسلهوالو پر اهدافو د اسراییلي پوځ عملیات وروسته له هغې دي چې حوثیان د غزې په ملاتړ وخت ناوخته پر اسراییل توغنديز بریدونه کوي.
حوثي وسلهوالو تېره ورځ یکشنبه او نن دوشنبه پر پرلپسې توګه پر اسراییل بالستیک توغندي توغولي دي.
که څه هم د دغو توغندیزو بریدونو زیانونو په اړه مالومات نشته، خو د اسراییل دفاع وزارت ویلي چې توغول شوي بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.