Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییل پوځ: تراوسه پر ایران له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځول شوي

اسراییل پوځ بمونو غورځول

د اسراییل پوځ ویلي چې تر پرون چهارشنبې ورځې یې پر ایران د بریدونو په ترڅ کې له ۵۰۰۰ زیات بمونه غورځولي.

اسراییلي رسنیو نن پنجشنبه د حوت ۱۴ / مارچ ۵ راپور ورکړی چې د اسراییل بریدونو کې زرګونه ایراني سرتیري وژل شوي.

راپور کې ویل شوي چې د اسراییل پوځ د ایران پر وړاندې لږترلږه د یوې یا دوو اونیو نورو عملیاتو پلان لري چې موخه یې د ایران د زرګونه نورو اهدافو په نښه کول دي.

د اسراییل دفاع وزارت زیاته کړې چې په دې ودانۍ کې یې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو، د سپاه پاسداران د قدس ځواک د استخباراتو ریاست، د بسیج نیمه پوځي ځواک، د ایران د سایبر واحد او د ایران د داخلي ځانګړو امنیتي ځواکونو واحد په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام