د اسراییلو د کورني امنیت وزیر اتمر بېنګوېر له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتنه کړې چې د اوربند پر ځای دې د حماس ماتولو باندې تمرکز وکړي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «ښاغلی لومړی وزیر! وروسته له هغې چې حماس بېرته د اوربند په اړه وړاندیز رد کړ، نور نو هېڅ پلمه نشته چې غزه کې دې کار ته دوام ورکړي.»
نوموړي وړاندیز کړی چې اسراییل باید په ټول ځواک غزې ته ننوځي او په وینا یې، حماس لهمنځه یوسي.
د امریکا له لوري د اسراییلو او حماس ترمنځ د اوربند په اړه وړاندیز شوې طرحه د اسراییلو له لوري منل شوې او حماس وايي، دوی په اړه سلا مشورې کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسراییلو د کورني امنیت وزیر له دې وړاندې هم د حماس او د غزې اوسېدونکو پر وړاندې له کرکې ډکې څرګندونې کړې وې.
په ورته مهال اسراییلو نن په غزه کې زرګونه کسانو ته امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي. د غزې شمال او نورو سیمو کې هم خبرداری ورکړل شوی چې خلک باید له خپلو سیمو ووځي.
په همدې حال کې یوشمېر رسنیو راپور ورکړی چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ګڼېګوڼې له کبله غزه کې ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.