د فلسطین په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو د نوې څپې پیل سره هممهاله د یادو بریدونو له امله نهه فلسطینیان وژل شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، اګسټ ۲۸مه یوه راپور کې ویلي چې دغه برید په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو پراخ برید بلل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یاد برید چې د اسراییلي ځواکونو ګڼشمېر ځمکني سرتیري، زغرهوال موټر، بلدوزر او هوايي ځواک، جېټ او بېپېلوټه الوتکې یې، ملتیا کوي، په یوه وخت جنین، تولکریم او توباس په نښه کړې دي.
د فلسطیني سرې میاشتې ټولنې د امبولانس څانګې مشر الجزیرې ته ویلي، اسراییلي ځواکونو د تباس په فارع کډوالو کمپ کې څلور کسان وژلي دي. نوموړي ویلي چې د دوی ټیمونه د ټپیانو رسولو کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه په وینا یې، اسراییلي ځواکونه یې، امبولانسونو ته اجازه نهورکوي چې سیمو ته ننوځي.
د فلسطین روغتیا وزارت چارواکي وايي چې دوه نور کسان په جنین کې وژل شوي او درې نور هغه مهال ووژل شول چې د اسراییلو بېپیلوټه الوتکې د «سیر کلي» ته نږدې یو موټر په نښه کړ.