له هغه وروسته چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی چې د دغه هېواد پوځ به د غزې په مهمو ستراتیژیکو سیمو باندې خپل کنټرول ته دوام ورکړي.
په ورته مهال د اسراییلو د دفاع وزیر یسراییل کاتس هم د اسراییلي ځواکونو د دوامداره حضور ملاتړ وکړ.
کاتس وویل چې کېدای شي ډېر ژر د تښتول شويو اسراییلي کورنیو ته خبر ورکړل شي چې ټول بندیان ژوندي او یا مړي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې طرحې له مخې خپلو کورونو ته ستنېږي.
هغه یکشنبه په اورشلیم کې د یوې وینا پرمهال وویل: «د ټرمپ د طرحې له بشپړېدو وروسته، حماس به بېوسلې شي او غزه به غیرنظامي سیمه وګرځي. د اسراییلو پوځ به د هستوګنیزو ښارګوټو د خوندیتوب لپاره په کنټرول شوېو سیمو کې پاتې شي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې به اقدام وکړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کاتس زیاته کړه چې د حماس د احتمالي دریځ بدلون تر شا یو لړ عوامل موجود دي او څرګنده یې کړه: «د اسراییلو د سخت پوځي فشار، د غزې ښار د اشغال پرېکړې، د څو پوړیزو ودانیو د نړیدو او د پوځ د پراخ پوځي مانور له امله نږدې ۹۰۰زره اوسېدونکي د غزې له ښار څخه سوېل ته کډه شول چې دا وضعیت حماس تر سخت فشار لاندې راوست.»
کاتس ګواښ وکړ که حماس له بنديانو د خوشې کولو ډډه وکړي، د اسراییلو پوځ به خپل پوځي عملیات او د اور ځواک بیا زیات کړي؛ تر هغه چې دغه ډله لهمنځه لاړه شي او ټول بندیان خوشې شي.