Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ لبنان کې د حماس لوړپوړي چارواکي په نښه شوي

231009134946-04-israeli-palestinian-conflict-100923

د فلسطین حماس او یوه بله ډله وايي چې د اسراییلو په هوايي بریدونو د یادې ډلې څلور لوړپوړو چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

حماس ویلي چې د یادې ډلې یو لوړپوړی چارواکی فتح‌شریف ابوالامین نن دوشنبه، سپټمبر ۳۰مه، له خپلې مېرمنې، زوی او لور سره یوځای د سوېلي ښار په طیر کې د کډوالو په یوه کمپ کې په نښه شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ابوالامین له خپلې کورنۍ سره یوځای د نوموړي په کور کې په نښه شوې دي.

بل‌خوا «د فلسطین ازادۍ لپاره د خلکو جبهه» مسوولان وايي چې د لبنان د بیرو په کولا ولسوالي کې د دوی درې لوړپوړي چارواکي وژل شوي دي.

د یادې جبهې په وینا، دغه کسانو د اسراییلو په هوايي بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د فلسطین ازادۍ لپاره د خلکو جبهه یوه له هغو ډلو ده چې د اسراییلو پر وړاندې جنګېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسراییلو ځواکونو تېره لبنان کې د حزب‌الله ډلې د مرکزونو سربېره، په یمن کې پر حوثیانو هم بریدونه کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام