په لبنان کې د وروستیو هوايي بریدونو له امله درانه ځاني تلفات اوښتي دي. د چارواکو په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲ کسان وژل شوي او ۸۹۰ نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه د بیروت ښار په ګڼمېشتو سیمو، سوداګریزو مرکزونو او هستوګنیزو سیمو کې شوي دي. د اسوشیټډپرېس د راپور له مخې، دغه حملې د وروستیو ورځو له خونړیو بریدونو څخه ګڼل کېږي او په لسو دقیقو کې شاوخوا ۱۰۰ هدفونه ویشتل کېږي.
راپورونه ښيي چې د ایران، امریکا–اسراییل ترمنځ د اوربند له اعلان وروسته هم وضعیت ارام شوی نهدی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې لبنان په دغه اوربند کې شامل نهدی او عملیات د حزبالله پر ضد په جلا ډول روان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو بل لور ته، پاکستان چې د اوربند منځګړیتوب یې کړی، ادعا کوي چې لبنان هم د دغه تړون برخه ده. ایران هم خبرداری ورکړی چې که پر لبنان بریدونه دوام وکړي، نو له اوربند څخه به ووځي.
د پنځو اوونیو جګړې له پیل راهیسې په لبنان کې ټولټال ۱۷۳۹ کسان وژل شوي او ۵۸۷۳ نور ټپیان شوي دي. وضعیت لا هم کړکېچن بلل کېږي.