روغتیايي سرچینې وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو پرمهال څه باندې ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بریدونو په لړ کې یوازې پرون سهشنبه، جون ۱۰مه، د غزې اړوند په نتزاریم سیمه کې اسراییلي ځواکونو د مرستو لپاره پر راټولو شویو خلکو ډزې وکړې چې له کبله یې، ۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دې برید کې له ۲۰۰ څخه ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د غزې بشردوستانه بنسټ چې د مې پر ۲۷مه یې، خپل فعالیت پیل کړی او د اسراییلو او امریکا له لوري اداره کېږي، د فلسطینیانو د وژنې پر ځای بدل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد بنسټ له فعالیت تر دې مهاله د اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵۰۰ کسان بیا ټپیان شوي دي.
د غزې بشردوستانه بنسټ، غزه کې د اسراییلو تر ولکې لاندې سیمو کې مرکزونه لري او خلکو ته مرستې وېشي.
غزه کې لاهم زرګونه کورنۍ له لوږې سره مخ دي او نړیوال بنسټونو له دې وړاندې په وار وار غزې ته د بېړنیو مرستو پر لېږد ټينګار کړی.
اسراییلو د نړیوالو فشارونو په لړ کې غزې څخه بهر له مرستو بار ولاړو ځینو لاریو ته د تګ اجازه ورکړې او هره ورځ کم شمېر لارۍ له قحطۍ سره مخ دې ښار ته ننوځي.