غزه کې د اوربند ټینګښت لپاره له هڅو سره هممهاله اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی.
د راپورونو پر اساس، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل بریدونو پرمهال شاوخوا ۷۸ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
ورته وخت کې الجزیرې شبکې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دفتر په خبره راپور ورکړی چې حماس سره د مذاکراتو لپاره خپل ټیم د قطر پلازمېنې دوحې ته استوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزه کې د اوبند طرحه د امریکا له لوري وړاندیز شوې چې له مخې به یې ۶۰ ورځنی اوربند وشي او د حماس او اسراییل ترمنځ به یرغمل شوي تبادله شي.
اسراییل د امریکا د اوربند طرحه منلې او حماس تېره ورځ وویل چې له منځګړو سره یې خپل ځواب شریک کړی او چمتو دي ژر تر ژره مذاکرات پیل کړي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، شاوخوا ۵۷ زره او ۲۶۸ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۳۵ زره او ۶۲۵ ډېر ټپیان شوي دي.