Asset 1SWN

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ ۲۴ساعتونو کې ۶۰ فلسطینیان وژل شوي

TOPSHOT - Palestinians evacuate the area following an Israeli airstrike on the Sousi mosque in Gaza City on October 9, 2023. Israel continued to battle Hamas fighters on October 9 and massed tens of thousands of troops and heavy armour around the Gaza Strip after vowing a massive blow over the Palestinian militants' surprise attack. (Photo by Mahmud HAMS / AFP) (Photo by MAHMUD HAMS/AFP via Getty Images)

اسراییلي ځواکونو پر غزې بریدونه زیات کړي چې تېره یوه شپه او ورځ کې ۶۰ فلسطینیان په کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن (دوشنبه، اسد ۲۷) راپور ورکړی چې د وژل شویو له ډلې ۳۷ یې هغه کسان دي چې د بشري مرستو ترلاسه کولو پرمهال د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوي.

راپور کې ویل شوي چې اسراییلي پوځ د غزې ښار نیولو لپاره د پلان له جوړولو وړاندې خپل بریدونه پراخ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حماس بیا د غزې ښار نیولو لپاره د اسراییل طرحه او په جبري توګه د فلسطینیانو کډه کول غندلي او د سرپناه او بشري مرستو وړاندې کولو لپاره یې د اسراییل ژمنې (ښکاره تېر اېستل) بللي.

غزه کې د نښتو له پیل راهیسې شاوخوا ۶۱ زره او ۸۲۷ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۵۵ ډېر ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام