Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو بریدونه؛ درې فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی

gaza-city2-gty-ml-210517_1621255069011_hpMain

د فلسطین وفا خبري اژانس راپور ورکړی چې د غزې تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو بریدونو پرمهال درې فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې بریدونو کې یوشمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د راپور له مخې، یو فلسطینی وګړی د مغازي کډوالو کمپ د ورودي په سیمه کې د یوه ملکي موټر د نښه کولو په برید کې وژل شوی او څو نور کسان ټپیان شوي دي. ټپیان د الاقصی شهیدانو روغتون ته لېږدول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په یوه جلا پېښه کې، د غزې ښار ختیځ لور ته په یوه سیمه کې د هوايي برید له امله دوه کسان وژل شوي دي.

وفا خبري اژانس زیاتوي چې د اوربند له اعلان وروسته، د نښتو او بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۷۰۹ ته رسېدلی او نږدې ۱۹۲۸ کسان ټپیان شوي دي.

همدارنګه، د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له پیله تراوسه د وژل شویو فلسطینیانو ټولییز شمېر ۷۲,۲۹۱ ته رسېدلی چې ډېری یې ښځې او ماشومان بلل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام