Asset 1SWN

اسراییلو د لبنان سوېل کې هوايي بریدونه کړي

An Israeli Air Force F-35 Lightning II fighter aircraft flies over during an air show in Tel Aviv on April 26, 2023, as Israel marks Independence Day (Yom HaAtzmaut), 75 years since the establishment of the Jewish state. (Photo by JACK GUEZ / AFP) (Photo by JACK GUEZ/AFP via Getty Images)

د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلو د یاد هېواد په سوېل کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.

بریدونه نن یکشنبه، اګسټ ۳۱مه، په علی‌الطاهر او علیا نبطیه په سیمو کې شوي دي. راپور زیاتوي چې یو توغندی د میفدون په دار القمر سړک کې لېدلی، خو چاودنه یې نه‌ده کړې.

د اسرائیل پوځ هم د بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې هدف یې د حزب‌الله یو پوځي مرکز و، چېرته چې «پوځي فعالیتونه ثبت شوي وو.»

تر اوسه د اسراییلو د یادو بریدونو په اړه د حزب‌الله له لوري څه نه‌دي ویل شوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې اسراییل د تېرکال په نومبر کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تر لاسلیک وروسته لاهم د لبنان په سوېل کې پنځه ځایونه ساتلي دي.

د اوربند له مخې، اسرائیل باید دوه میاشتو کې خپل ځواکونه ایستلی وای او د لبنان وسله‌وال ځواکونه باید د سوېل کنټرول ترلاسه کړی وای، خو لاهم دغلته اسراییلي سرتېري مېشت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام