Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو بریدونه؛ ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان دي

1200x675_cmsv2_535f768d-c9c8-58fe-9b1a-c99266d46013-8783846

د لبنان پلازمېنه بیروت کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال ۲۲ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس نن جمعه، اکتوبر یوولسمه راپور ورکړی چې برید د حزب‌الله ډلې د یوه لوړپوړي چارواکي وافیق صفا د له‌منځه وړو لپاره شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز د درېوو سرچینو له قوله په راپور کې ویلي چې نوموړی له برید روغ وتلی دی.

بل‌خوا نن جمعه د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې د لبنان په سوېل کې د سوله‌ساته ځواکونو یو ټاور په نښه کړی چې له امله یې، دوه کسان ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د اسراییلو په شمال کې د حزب‌الله له لوري د ټانګ ضد مرمۍ د توغونې له امله یو ټایلنډی کارګر وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د حزب‌الله او اسراییلو ترمنځ جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې یادې ډلې له حماس د ملاتړ په موخه پر اسراییلو توغندي وتوغول. د وروستیو اوونیو پرمهال دې جګړې زور اخیستی او اسراییل د یادې ډلې له‌منځه وړو لپاره لبنان کې ځمکني لنډمهاله عملیات هم کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام