Asset 1SWN

د اسراییلو بریدونه؛ جبالیا کې له نیکه تر لسمي د یوې کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي

hamas-1700665400

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د غزې پر جبالیا کمپ د اسراییلي ځواکونو د برید له امله د یوې کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي دي.

ریاض‌ ال‌‌مالکي «چهارشنبه د نومبر ۲۲مه» لندن ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د غزې شمال جبالیا کمپ کې د یوه کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه برید د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ د شوي اوربند له هوکړې څو ساعته وروسته کېږي.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې چې نن پنج‌شنبه د نومبر ۲۲مه یې خپور کړی، ویل شوي چې دغه کسان د قدورا کورنۍ غړي دي.

په راپور د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر له قوله راغلي: «یوازې نن سهار د قدورا کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي دي.»

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: «زه د دوی د نومونو لېست لرم له نیکه تر لمسي په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوې دي.»

الجزیرې په خپل راپور کې همداراز ویلي چې د چهارشنبې ورځې راهیسې د غزې سوېل کې د بشري مرستو لېږد ځنډېدو ترڅنګ درانه بریدونه روان دي.

په خان‌یونس سیمه کې بیا ۱۰۰ جسدونه په ډله‌ییزو قبرونو کې خښ کړل شوې دي. دغه جسدونه لومړی په الشفا روغتون کې ساتل کېدل چې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي وو.

د اسراییلو او حماس ترمنځ د نږدې اوو اوونۍ جګړې وروسته د یرغمل شویو کسانو او بشري مرستو لېږد لپاره دواړو لوریو پرون چهارشنبه پر څلور ورځنی اوربند هوکړه‌ وکړه.

د یادې هوکړې جزییات نامعلوم دي، خو تمه کېږي چې د هوکړې له مخې به د ۵۰ یرغمل شویو اسراییلو په بدل کې ۱۵۰ فلسطیني وګړي خوشې شي او ترڅنګ به غزه کې څلور ورځې جګړه ولاړه وي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سربېره د اوربند پر مهال به کلابند غزې ښار ته د بشري مرستو لېږد چارې هم چټکې شي او د اړتیا وړ توکي به ولېږدول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام