Asset 1SWN

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

د غزې په بېلابېلو سیمو کې له بېګاه شپې راهیسې د اسراییلو د بریدونو له کبله ۳۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیرې خبري شبکې نن چهارشنبه، جون ۲۵مه راپور ورکړی چې بریدونه د غزې په بېلابېلو سیمو کې شوي دي.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تېره ورځ هم د اسراییلو په ډزو کې ګڼ‌شمېر فلسطینیان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د مرستو وېش یوه مرکز مخې ته ولاړ وو، وژل شوي او ټپیان شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د اسراییلو پوځ ویلي چې ایران سره تر اوربند وروسته یې، اوس ټول تمرکز پر غزه دی، څو ټول برمته شوي، ازاد او حماس له‌منځه یوسي.

غزه کې د روغتیا وزارت د مسوولانو په وینا، د غزې پر وړاندې د اسراییلو په جګړه کې لږترلږه ۵۶،۰۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز په دې موده کې بیا څه باندې ۱۳۱،۸۴۸ نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام