Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې د اسراییلو بریدونه؛ ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه

 غزې په بېلابېلو سیمو کې نن جمعه، جولای څلورمه، د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

روغتیايي چارواکو الجزیرې شبکې ته ویلي چې یوشمېر نور کسان په دې بریدونو کې ټپیان شوي دي.

پنځلس کسانو هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې اسراییلو جېټ‌الوتکې په المواسي سیمه کې یوې خیمې باندې برید وکړ.

یو بل کس بیا د غزې د بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته نږدې د اسراییلي ځواکونو له لوري د ډزو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


پاتې کسان هم د غزې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.

په ورته مهال تېره ورځ هم لسګونه کسانو د اسراییلو د بریدونو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

پر غزې د اسراییلو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله شاوخوا ۵۶زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۲۰زره نور ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام