غزه کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو په لړ کې تازه په یوه برید کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د روانې اوونۍ له پیل راهیسې په غزه کې د اسراییلو د بریدونو پرمهال د وژل شویو شمېر ۷۱ کسانو ته رسېدلی او ۱۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په وژل شویو کې لږترلږه اته هغه فلسطینیان هم شامل دي چې د غزې تړانګې په ختیځ کې د دیرالبلاح په ختیځه برخه کې د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
تېره اوونۍ اسراییلي ځواکونو په دیرالبلاح کې خلکو ته امر وکړی چې له دې سیمې ووځي او یاده سیمه یې، سور زون بللی و.
الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، په یوه راپور کې ویلي چې په یادو وژل شویو کې اته کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د جګړې له پیل راهیسې، لږترلږه ۴۰,۴۰۵ فلسطینیان د اسراییلو په سختو بمباریو کې وژل شوي دي.
غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۳۳۵۶ فلسطینیان ټپیان شوي هم دي.