Asset 1SWN

د یمن په پلازمینه د اسراییل برید؛ ۶ کسان وژل شوي او ۸۶ ټپیان دي

یمن صنعا اسراییل برید

د یمن په پلازمینه صنعا ښار د اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ۶ کسان وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان دي.

د راپورونو پراساس، اسراییل د یکشنبې په ورځ صنعا ښار کې د تېلو تاسیسات او د برښنا یوه فابریکه په نښه کړې.

د اسراییلو دغه بریدونه دوه ورځې وروسته له هغې دي چې حوثیانو د اسراییلو پر وړاندې د توغندیو د توغولو ادعا وکړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې حوثیانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د اسراییلو بریدونه به د فلسطینیانو په ملاتړ کې د هغوی د پوځي عملیاتو مخه ونه نیسي.

د حوثي وسله‌والو یوه چارواکي محمد البخیتي وویل: «د یمن پر وړاندې د اسراییلو برید به موږ د غزې د ملاتړ له څخه په شاه نه کړي، که قربانۍ هرڅومره وي.»

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام