Asset 1SWN

سلام وطندار

پر یمن د اسراییلو برید؛ اته کسان وژل شوي او ۱۴۲ ټپیان دي

c8da2cc8-1c2d-492e-b268-caa197d939b8

په یمن کې د حوثي اړوند رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو پوځ، د ۲۰۲۵کال د سپتمبر په ۲۵مه، اسراییل د یمن په پلازمېنه صنعا کې ګڼ هوایي بریدونه کړي دي.

د بریدونو هدف د حوثي ډلو د نظامي او استخباراتي مرکزونو، د عامه امنیتي تاسیساتو، د وسلو زېرمو او د لوی درستیز قومنداني ودانیو په نښه کول، یاد شوي دي.

د اسراییلي دفاع وزارت بیا ویلې چې په دې عملیاتو کې د حوثي ډلې اړوند کسان وژل شوي او د بې‌پیلوټه الوتکو او وسلو زېرمو ګڼې ودانۍ ورانې شوې دي


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د حوثي ډلې د روغتیا وزارت د چارواکو له مخې، تراوسه د مړو ‌شویو شمېر اتو کسانو ته رسېدلی او شاوخوا ۱۴۲ نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې حوثي ډلې د اسراییلو ایلات ښار پر لور ډرون برید وکړ چې د راپورونو له مخې ۲۰ کسان په‌کې ټپیان شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام