غزه کې د بېځایه شویو پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو د هوايي برید له امله څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
د حماس د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، برید هغه مهال شوی چې یاد ښوونځي کې خلک د سهار لمانځه پر ادا کولو بوخت وو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د غزې په ډېری ښوونځیو کې هغه کسان مېشت دي چې له خپلو مېنو د جګړې له امله بېځایه شوې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې لاهم جسدونه تر خاورو او ویجاړو شویو ودانیو لاندې پاتې دي او د اېستلو هڅې یې، روانې دي.
رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د پوځ د یوې بیانیې له قوله راپور ورکړی چې برید کې د حماس ډلې یو پټنځای په نښه شوی دی.
حماس بیا دغه برید یو وحشتناک جنایت بللی دی.
د مصر بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او زیاته کړې یې ده چې غزه کې د ملکیانو وژنو ته په کتو اسراییل نهغواړي، جګړه پای ته ورسېږي.
مصر، امریکا او قطر د پنجشنبې پر ورځ د اوربند د خبرو نوی پړاو ټاکلی، په داسې حال کې چې ایران او د هغه متحد د لبنان حزب الله په ګډون، د پراخې شخړې وېره پر زیاتېدو ده. د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، تر هغه به جګړه پای ته ونهرسوي، څو چې حماس د اسراييلو لپاره ګواښ نهوي.