د لبنان د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو د یوې بېپیلوټه الوتکې د برید پرمهال په سوېلي ښار بنتجبیل کې پنځه کسان وژل شوي چې درې ماشومان هم پهکې شامل دي.
اسراییل له هغه سره سره چې د واشنګټن په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د نومبر له میاشتې راهیسې د اوربند هوکړه شوې، لاهم د حزبالله پر ضد په سوېلي سیمو کې بریدونه کوي.
دغه برید د سیمهییزو خلکو اندېښنې زیاتې کړي او د بشري مرستو سازمانونو د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي یې ټینګار کړی دی. د څارونکو په باور، دا ډول بریدونه د اوربند د دوام او د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ګازا جګړې له پیل راهیسې، د لبنان او اسراییلو ترمنځ د سرحدي نښتو او بریدونو لړۍ دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د پراخېدو وېره لاهم پر ځای ده.
اسراییلو له دې وړاندې هم لبنان کې د حزبالله ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي چې د مرګژوبلې ترڅنګ یې، مالي زیانونه هم اړولي دي.