Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو برید؛ د حز‌ب‌الله دوه غړي وژل شوي

afp_695db5274c59-1767748903

د اسراییلو پوځ په يوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې لبنان کې د بربد پرمهال یې، د حزب‌الله پر دوو غړو بريد کړی دی.

دا بريدونه په داسې حال کې شوی چې د اوربند د څار ګډه کمېټه چې د فرانسې، اسراییلو، لبنان، متحده ايالاتو او د ملګروملتونو د لنډمهال ځواک (يونيفيل) استازي په‌کې شامل دي، ټاکل شوې نن چهارشنبه غونډه وکړي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د نومبر له اوربند وروسته د اسراییلو په بريدونو کې تراوسه په لبنان کې له ۳۰۰ څخه زيات کسان وژل شوي چې لږترلږه ۱۲۷ ملکي وګړي هم په‌کې شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د همدې اوونۍ په پيل کې اسراییلي ځواکونو د لبنان پر بېلابېلو سيمو بمبارۍ وکړ چې لږترلږه دوه نور کسان په‌کې ووژل شول. همداراز، د هېواد په سوېل او ختيځ کې د لږترلږه څلور کليو ته د جبري تخليې امر هم شوی دی.

بل لور ته، د شپې يو بريد د غازيې ښار په يو صنعتي سيمه کې يوه څو پوړيزه ودانۍ بشپړه نړولې ده. غازيې د ساحلي ښار صيدا ته نږدې موقعيت لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام