Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو برید؛ درې کسان وژل شوي

اسراییل جنګي الوتکه

د اسراییلو د پوځ ویاند اویخای ادرعي وايي چې د لبنان سوېل په برعشیت سیمه کې د یوې هوايي حملې پرمهال د حزب‌الله یو غړی وژل شوی دی.

د هغه په وینا، وژل شوی کس د حزب‌الله د پوځي تاسیساتو د بیارغونې په هڅو کې لاس درلود. ادرعي همدارنګه ویلي چې د شبعا په سیمه کې په یوه بل برید کې د «سرایا لبناني» دوه غړي هم وژل شوي دي.

دا هغه ډله ده چې د حزب‌الله تر قومندې لاندې فعالیت کوي. نوموړي ادعا کړې چې دغه کسان د جګړه‌يي تجهیزاتو د لېږد او قاچاق برخه کې ښکیل وو.

لبناني سرچینو تایید کړې چې د جمعې پر ورځ د بنت‌جبیل ښار ترڅنګ د صلاح غندور روغتون ته نږدې پر یوه موټر د بې‌پیلوټه الوتکې برید شوی چې په پایله کې یې اووه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

د لبنان ملي خبري ادارې ویلي چې د شنبې سهار هم د اسراییلو ډرون درې بمونه د عیترون او بلیدا ترمنځ یوې کیندنې ته غورځولي دي.

په وروستیو ورځو کې د اسراییلو هوايي بریدونه زیات شوي او ادعا کوي چې هدف یې د حزب‌الله غړي او تاسیسات دي.

د لبنان حکومت بیا ټینګار کوي چې د سرحدي او امنیتي ستونزو د حل لپاره خبرو ته تیار دي، خو وايي، اسراییل د مثبت ځواب پر ځای حملې پراخې کړي دي.

حزب‌الله بیا هر ډول مذاکره رد کړې او له لبناني چارواکو یې غوښتي چې د اسراییلو بریدونو پر وړاندې اقدام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام