غزه کې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن جمعه، سپټمبر ۱۳مه راپور ورکړی چې تېره ورځ پر یوه ښوونځي د برید له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په مړو شویو کې شپږ کسان د ملګروملتونو اړوند ادارې کارکوونکي دي چې دې برید کې یې، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه برید په نړیواله کچه غندل شوی او د هېوادونو ترڅنګ نړیوالو سازمان غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په غزه کې پر الجوني ښوونځي له برید وروسته، د سمدستي اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د فلسطین خاوره کې «وحشیانه تاوتریخوالی» باید ودرول شي.
دغه ښوونځی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې تر ملاتړ لاندې و او له جګړو بېځایه شوي، پهکې مېشت وو.
غزه کې ډېری ښوونځیو کې هغه بېځایه شوي مېشت دي چې د جګړو له امله بېځایه شوې دي.