د اسراییلو پوځ نن دوشنبه، د مرغومې ۲۹مه، اعلان کړی چې د لوېديځې غاړې په الخليل ښار کې يې پوځي عمليات پيل کړي دي. د پوځ په وينا، دا عمليات به څو ورځې دوام ولري او د کورني امنيت له ادارې «شاباک» او سرحدي ځواکونو سره په ګډه کېږي.
پوځ زیاته کړې چې تېره شپه د الخليل ښار د جبل جوهر په سيمه کې پراخ عمليات پیل شوي چې موخه يې په سيمه کې د وسلو د ساتنې او د مقاومت د زېربناوو لهمنځه وړل دي.
په همدې حال کې، د فلسطيني بندیانو ټولنې اعلان کړی چې اسراییلو د تېرې پنجشنبې له شپې څخه تر سهاره پورې په لوېديځې غاړې کې لږترلږه ۵۰ فلسطينيان نيولي او ميداني پلټنې ترې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د يادې ټولنې په وينا، د نيونو او پلټنو زياتره عمليات د الخليل په الشيوخ ښارګوټي او د جنين ښار په کفر راعي ښارګوټي کې شوي دي.
د فلسطين رسمي سرچینو د شمېرو له مخې، دامهال د اسراییلو په بندخونو کې د بنديانو شمېر له ۹۳۰۰ کسانو څخه اوښتی چې په دې کې ۴۹ ښځې او ۳۵۰ ماشومان شامل دي چې عمرونه يې له ۱۸ کلونو کم دي.