Asset 1SWN

سلام وطندار

لبنان کې د اسراییلو بریدونه؛ لږترلږه ۵۹ کسان ژوند له لاسه ورکړی

لبنان

د لبنان روغتیايي وزارت مسوولان وايي چې دغه هېواد کې د اسراییلو د بریدونو له امله لږترلږه ۵۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

دغه کسان د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بریدونو کې د روغتیايي خدمتونو  ۱۲ کارکوونکو هم  خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري غندل شوی دی.

د یاد سازمان مشر ټېډروس اډهانم ګیبریوسېس لبنان کې د ملکیانو پر مرکز برید ته په غبرګون کې ویلي: «پر یادو مرکزونو بریدونه پر یوې عادي چارې بدلېدونکې ده.»

لبنان کې د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله، ۴۷ اسراییلي سرتېري هم وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسراییلو په سپټمبر میاشت کې د حزب‌الله ډلې له‌منځه وړو لپاره پر لبنان خپل بریدونه پیل کړل چې تر دې مهاله روان دي.

په دې لړ کې د لبنان روغتیا وزارت وايي، د اسرییلو د بریدونو پیل راپدېخوا دغه هېواد کې څه باندې ۳۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز زرګونه کسان بیا د بریدونو او نښتو له امله خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام