د په ختیځ کې د اسراییلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي چې په کې د حزبالله یو لوړپوړی چارواکی هم شامل دی.
د راپورونو پراساس، د اسراییل پوځ ویلي، د «بقاع درې» سیمه کې یې د یادې نیمهپوځي ډلې اړوند مرکزونه په نښه کړي.
اسراییل او حزبالله د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کې د اوربند تړون لاسلیک کړی و، خو له هغه راهیسې د اسراییل بریدونه نږدې هره ورځ دوام لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ملګرو ملتونو سازمان ویلي، د اوربند له پلي کېدو وروسته په لومړیو ۱۲ میاشتو کې د اسراییل له لوري د دغه تړون څه باندې ۱۰ زره سرغړونې ثبت شوې دي.
دا برید د اوربند له عملي کېدو راهیسې تر ټولو سخت برید بلل شوی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو کې یوې استوګنیزې سیمې ته د اوښتو پراخو زیانونو نښې لیدل کېږي.