غزه کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال څه باندې ۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه کسان د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا اسراییلو پوځ وايي چې یمن او لبنان کې یې، هم بریدونه کړي دي. د پوځ په وینا، پلازمېنې صنعا کې یې، د حوثیانو اړوند د برښنا سټېشن او بندرونه په نښه کړي دي.
لبنان کې د شویو بریدونو پرمهال بیا اوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. اسراییلو له برید وروسته ویلي چې دوی لا هم له لبنان سره شوي اوربند ته ژمن دي.
غزه کې د وروستیو څو میاشتو پرمهال د اسراییلو بریدونو او کلابندۍ له امله روغتونونه د تېلو، روغتیايي او نورو توکو له جدي کمښت سره مخ دي.
اسراییلو د غزې په بېلابېلو سیمو کې روغتونونه ویجاړ او نورو ته یې، د خاليکېدو امر کړی دی.
غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له پیل راهیسې تر دې مهاله، ۴۶۰۰۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۹۳۷۸ کسانو هم ټپیان شوي دي.