Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسراییلو هوايي بریدونه؛ ۲۷کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

231009134946-04-israeli-palestinian-conflict-100923

د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د ټانک او هوايي بریدونو پرمهال لږترلږه ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

غزه کې بریدونه جمعه، سپټمبر ۲۰مه داسې مهال شوي چې اسراییلو لبنان کې د ایران ملاتړې ډلې حزب‌الله پر مرکزونو هم پراخ بریدونه کړي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د رفح ښار په سوېل مصباح سیمه کې په دوو هستوګنیزو کورونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې اسراییلي جېټ‌الوتکو دغه کورونه په نښه کړل.

د رفح ښار په ختیځ کې بیا د اسراییلي ځواکونو له لوري د ټانکونو او هوايي ځواکونو درانه بریدونه روان دي. حماس پورې اړوند رسنۍ وايي، رفح ته څېرمه تنوور سیمه کې له اسراییلو ځواکونو سره پر درنه جګړه بوخت دي.

بل‌خوا د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې د غزې مرکزي سیمه کې نصرات کمپ د اسراییلي ټانکونو تر بریدونو راغلی چې اته کسان په‌کې مړه شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

شپږ نورو کسانو بیا هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې غزه کې پر یوه کور اسراییلو برید وکړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام