د اسراییلو هوايي ځواک ادعا کړې چې امریکا سره په ګډو بریدونو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال پر ایران له ۱۲۰۰ څخه ډېر بمونه او چاودېدونکي توکي غورځولي دي.
د اسراییلو د پوځ د معلوماتو له مخې، دا بریدونه د دواړو هېوادونو د ګډ پوځي عملیاتو برخه وه چې بېلابېل هدفونه پکې په نښه شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران په سوېلي هرمزګان ولایت کې د میناب ښار یوه ابتدایي نجونو ښوونځی هم په نښه شوی چې له امله یې لږترلږه ۱۴۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په یاد برید کې «لسګونه بېګناه ماشومان» وژل شوي او ټینګار یې کړی چې دا پېښه به «بېځوابه پاتې نه شي.»
دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ایران، اسراییل او متحده ایالات ترمنځ پوځي تاوتریخوالی بېساري کچې ته رسېدلی او د سیمې د لا پراخې بېثباتۍ اندېښنې یې زیاتې کړې دي.