Asset 1SWN

اسراییل د غزې نیولو لپاره ځمکني عملیات پیل کړل

Mandatory Credit: Photo by HANNIBAL HANSCHKE/EPA-EFE/Shutterstock (14153653r)

Israeli troops in Armoured Personnel Carriers patrolling along the Israel-Gaza border 18 October 2023.  Israel has warned all citizens of the Gaza Strip to move to the south ahead of an expected invasion. More than 2,750 Palestinians and 1,300 Israelis have been killed according to the IDF and Palestinian health ministry, after Hamas militants launched an attack against Israel from the Gaza Strip on 07 October.

Israeli forces along the border with Gaza, Israel - 17 Oct 2023

د اسراییل پوځ د غزې ښار نیولو لپاره ځمکني عملیات پیل کړي او له اوسېدونکو یې غوښتي چې دغه ښار څخه ووځي.

د راپورونو پر اساس، دغه پوځي عملیات د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له لیدنې وروسته پیل شوي.

د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې دغه عملیات د حماس له منځه وړلو لپاره ترسره کیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


سره له دې چې د اسراییل او حماس ترمنځ نښتو سره نړیوال مخالفتونه شتون لري او د اوربند لپاره څه ناڅه هڅې هم روانې دي، نه یوازې دا چې غزه کې جګړه نه ده درول شوې، بلکې زیاته شوې هم ده.

دا داسې مهال دی چې اسراییلي رسنیو تېره ورځ راپور ورکړی، مخکې له دې چې د اسراییل پوځ غزه کې د حماس پر وړاندې پلان شوي عملیات پیل کړي، د اټکلونو له مخې، تر اوسه پورې له ۳۲۰ زره څخه زیاتو فلسطینیانو د غزې ښار نورو سیمو ته کډه کړې ده.

اسراییل غزه کې ملکي وګړو ته ویلي چې د غزې سویل کې د دوی لخوا ټاکل شوي بشري زون ته لاړ شي، خو فلسطینیانو په وینا، غزه کې هیڅ ځای خوندي نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام