د اسراییلو پوځ اعلان کړی د لبنان په سوېل کې یې د حزبالله ډلې اړوند پر څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.
د لبنان ملي خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییلي جنګي جېټ الوتکو پرلهپسې او هوايي بریدونه کړي او هغه سیمه یې په نښه کړي چې د «انصار» او «الزراریه» ښارګوټو ترمنځ موقعیت لري.
د راپور له مخې، اسراییلي الوتکو درانه توغندي توغولي چې د چاودنو زورورغږونه په ټوله سیمه کې اورېدل شوي دي.
سره له دې چې د ۲۰۲۴کال د نومبر له میاشتې راهیسې د اسراییل او لبنان ترمنځ د اوربند تړون عملي شوی، خو اسراییل لاهم د حزبالله پر وړاندې پوځي فعالیتونو ته دوام ورکوي او دا ډله د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا په هڅه تورنوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه بریدونه تر ډېره د لبنان په سوېلي سیمو کې کېږي.
اسراییل همداراز له هغو پنځو لبناني غونډیو څخه د وتلو ډډه کړې چې پر دواړو هېوادونو ستراتیژیک لید لري.
بلخوا، د لبنان حکومت داسې طرحه تصویب کړې چې له مخې یې وسلې باید یوازې د دولتي امنیتي ځواکونو په واک کې وي او د دې پرېکړې د عمليکېدو لومړی پړاو د لبنان پوځ لهخوا پلی شوی دی.